د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل شهرنو کې وسله واله نښته پای ته ورسېدله


د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل په شهرنو سیمه کې د بېګنۍ جګړه پای ته رسېدلې.

د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي د بېګا ماسخوتن په یوه چاودنه او وسله واله نښته کې یو تن وژل شوی او ۶ نور ژوبل دي.

نوموړي وویل چې له هغې حملې او وسله والې نښتې یې د مېلمستون ټول کارکوونکي ژوندي او سلامت ژغورلي دي.

دغه حمله بېګا خوا او شا ۱۱ بجې د کابل بانک شا ته پر یو بهرني میلمستون شوې وه.

صدیق صدیقي وویل چې پر مېلمستون په برید کې درې ښکېل واړه ځانمرګي بریدګر هم له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ له ماسپښین وروسته په کابل کې د دفاع وزارت مخې ته هم دوو ځانمرګيو حملو کې دیرش تنه وژل شوي او ۹۱ نور ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG