د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني په ژر د انتخاباتي نظام سمولو فرمان خپور کړ


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، ډير ژر به د انتخاباتي نظام اصلاح په برخه کې تقینیني فرمان د ولسمشر غني لخوا توشیح شي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن پدې اړه ازادي راډيو ته وویل .

(د انتخاباتي قانون تعدیل شوې مسوده د کابینې لخوا تائید شوې او ډير ژر به توشیح شي،همدارنګه د انتخاباتو د امنیت ارزونې او مالیې برخې لپاره هم دوه کمیټې ګمارل شوې دي.)

وروسته له هغه چې د افغانستان ملي شورا د انتخاباتي نظام د اصلاح په تړاو د افغان ولسمشر دویم تقینیني فرمان هم رد کړ د افغانستان حکومت د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د وړاندیز شوې طرحې متن چمتو کړی.

خو د انتخاباتو د څار ټولنو په باور اوسنیو ستونزو ته په پام سره داسې نه‌ برېښي چې دغه انتخابات دې په خپل وخت ترسره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG