د افغان پوځ مرستيال مشر جنرل مراد علي مراد پرون کندوز کې يوې غونډې ته وويل چې په ټولو ولسواليوو کې يې پوځيان ځای پر ځای کړې تر څو د طالب وسله والو د حرکت مخه ونيسي.
جنر مراد زیاده کړه: ((دغه عملیات موږ په هغې سیمه کې پیلوو چې هلته موږ خپل هدف ټاکلی دی او غواړو چې خپل ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوو او دوه ورځې وروسته د دې عملیاتو پایلې موږ مطبوعاتو ته وړاندې کوو.))
هغه وویل چې د دې ولایت خلک کولای شي، د کندز هر کلي او هرې ولسوالۍ ته په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.
مراد په دې اړه داسې وویل: "د کندز خلکو ته ډاډ ورکوم چې سږ کال به دوی لوی اختر پرته له کومې وېرې د امن په فضا کې ولمانځي او زه د کندز خلکو ته اطمینان ورکوم چې دوی له خوښیو ډکې ورځې په مخ کې لري."
بلخوا د کندز ولایت اوسېدونکي او یو شمېر مدني فعالان بیا وايي چې د روان کال له پیل څخه دا څوم ځل دی چې په دې ولایت کې د طالبانو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیات پیلېږي خو د دوی په خبره ستونزه دا ده چې کله امنيتي ځواکونه له يوې سيمې ووځي، هلته طالبان راشي.
د نوموړي ولایت یو تن مدني فعال هدایتالله همدرد وايي: (( د طالبانو پر ضد جدي ګامونو اخيستلو ته ضرورت دی.))
په دې وروستيوو کې په کندوز ولايت کې د طالبانو د پرمختګ راپورونه راغلل چې د افغان چارواکو په خبره امنيتي ځواکونو يې پر ضد بيړني ګامونه واخيستل.