د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په بوشهر کې دوه اټومي تاسیسات جوړوي


ایراني خبري اژانسونه وايي، تهران او مسکو سلا شوي دي چې روانه میاشت د هېواد په جنوبي ښار بوشهر کې د اټومي انرژۍ د دوو بټیو جوړولو کار پیل کړي.

د ایران اېرنا خبري اژانس او پرېس ټېلېوېژن د هغه هېواد اټومي انرژۍ ادارې مشر علي اکبر صالحي له خولې ویلي،

شوي دي چې روانه میاشت د هېواد په جنوبي ښار بوشهر کې د اټومي انرژۍ د دوو بټیو جوړولو کار پیل کړي.

((د روانې میاشت له ۱۰مې نېټې څخه به په بوشهر کې د اټومي انرژۍ پیدا کولو دوو نویو بټیو جوړولو کار پیل شي چې بشپړېدل به یې ۱۰ کاله وخت واخلي.))

ده اټکل وکړ چې د بټیو پر جوړولو به ۱۰ اربه امریکايي ډالر ولګي او چې کله جوړې شي نو ایران به هر کال ۲۲ میلیونه بیرله تېل بچت کړای شي.

مسکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو په بوشهر کې یې یو ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا پیدا کوونکې بټۍ پخوا جوړه کړې وه چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې کار پیل کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG