د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د حقاني ډلې څلور کسان نیول شوي


د کندهار ملي امنیت ریاست په دغه ولایت کې د حقاني شبکې د څلورو وسله‎والو ډلو د نیولو خبر ورکوي.

له دغه ریاسته په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په نیول شوو ډلو کې د کسانو شمېر له شلو زیات دی او دوی په لومړینو څېړونو کې ویلي چې د پولې اخوا کندهار ته د ورانکاره کړنو لپاره راغلي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې یادو وسله‎والو ډلو په کندهار کې ځانمرګي بریدونه، ترورونه او د امنیتي ځواکونو پر قطارونه بریدونه تنظیمول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG