د بلوچستان چارواکي ادعا کوي چې په نوشکي سيمه کې د القاعده او داعش دوو قومندانانو په شمول شپږ نور وسله وال نيول شوي دي.
د بلوچستان کورنيو چارو وزير مير سرفراز بګټي پرون يکشنبې د اسمبلۍ په غونډه کې ادعا وکړه چې امنيتي ادارو دغه کسان د افغانستان پولې ته نېږدې په نوشکي سيمه کې د پټو استخباراتي معلوماتو پر اساس نيولي دي.
سرفراز بګټي د دغو نيول شویو کسانو نومونه وانهخیستل او نهيې د دوى د پيزندګلوئ په په اړه نور معلومات ورکړل خو زياته يې کړه چې له نيول شوو کسانو څخه يې يو څه اندازه وسله او تبليغاتي مواد تر لاسه کړي دي.
بګټى ادعا کوي چې دوى د جګړې لومړنۍ روزنه په افغانستان کې ترلاسه کړې او وروستهيې په شام کې هم د داعش ډلې په ملاتړ جګړه کې برخه اخیستې دی.
دا په داسې حال کې ده چې سرفراز بګټي څه موده مخکې په ټينګار سره ويلي و چې په بلوچستان کې هېڅ د القاعده او داعش ډلې وسلهوال نشته او نه دلته کوم فعاليت کوي.
چارواکي وايي چې نيول شوي کسانو غوښتل د خپلې ډلې لپاره نوي ځوانان پيدا کړي او وي روزي.
بګټي وويل چې د دې کسانو په نيول کېدو سره يې د داعش ملا ماته کړه:
"موږ به دوى ته اجازه ور نهکړو چې دلته خپلې منګولې ټينګې کړي. زه فکر نهکوم چې د دې شبکې تر ماتېدو وروسته به دوى دلته نور فعاليت وکړي."