د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي سيمو په اصلاحاتو پارلمان کې بحث


په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو په اړه سپارښتنو باندې به دستمبر په دويمه په پارلمان کې بحث کيږي.د فاټا اصلاحاتي کميټۍ مشر سرتاج عزيز د وزيرعظم په امر د اصلاحاتو په لړ کې د قامي اسمبلۍ سپيکر آياز صادق او د اپوزيشن مشر خورشيد شاه سره ملاقاتونه کړي.

په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو په اړه سپارښتنو باندې به دستمبر په دويمه په پارلمان کې بحث کيږي.

د فاټا اصلاحاتي کميټۍ مشر سرتاج عزيز د وزيرعظم په امر د اصلاحاتو په لړ کې د قامي اسمبلۍ سپيکر آياز صادق او د اپوزيشن مشر خورشيد شاه سره ملاقاتونه کړي.

د وزيراعظم دفتر پرون د اګست په ۲۶ مه په خپل بيان کې ويلي وو تر ملاقاتونو وروسته سپيکر په قامي اسمبلۍ کې د فاټا اصلاحاتو په اړه د بحث لپاره ياده نېټه وټاکله.

بيان زياتوي چې د قبايلي سيمو اصلاحاتو لړ کې وړانديز شوي سفارشات ټولو وفاقي وزارتونو، د صوبو اعلا وزيرانو، د ګډو ځواکونو کميټۍ، پوځي مشرانو، وفاقي تحقيقاتي ادارې (ايف آيي ای) او وفاقي استخباراتي ادارې (آيي بي) مشرانو ته ليږل شوي دي. وزيراعظم نواز شريف فاټا اصلاحاتي كمېټۍ ته امر کړی چې په راتلونکې اونۍ کې د خېبر پښتونخوا حکومت او د قبايلي سيمو پارلمان غړو سره هم په دې لړ کې ليده کاته وکړي.

د حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) غړی او د باجوړ ايجنسۍ پارلماني استازیشهاب الدين خان وايي چې په دې سپارښتنو کې ځينې داسې خبرې دي چې د آيين بدلولو سره اړه لري. ((مثلا د پاکستان سپريم کورټ او هايي کورټ واک تر فاټا غځولو او د دغه سيمو په خېبر پښتونخوا کې د ورشاملولو لپاره به په ايين کې بدلون پکار وي.))

د ده په ويناحکومت غواړي د اپوزيشن ګوندونو پر وړاندې دا سفارشات کيښودل شي چې ورسره پرې نه يواځې مشوره وکړل شي بلکې که د مخالفه ګوندونو څه پوښتنې وي چې هغه هم ځواب شي.

شهاب الدين خان زياته کړه چې فاټا اصلاحات د قامي ايکشن پلان برخه ده او دوی نه ګڼي چې کوم ګوند به ورسرهمخالفت وکړي.

بلخوا د فاټا سياسي اتحاد مشر نثار مومند وايي دا سپارښتنې د بحث لپاره پارلمان ته وړاندې کول د حکومت يو ښه ګام دی خو د ده په خبره بايد چې دغه وړانديزونه زر تر زره عملي هم شي او وزيراعظم نواز شريف په فاټا کې اييني او انتظامي اصلاحات اعلان کړي.

ياده دې وي چې د پاکستاني وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ جوړې فاټا اصلاحاتي کميټۍ تيره اونۍ خپل وړانديزونه وزيراعظم نواز شریف ته ليږلي وو.

سرتاج عزیز د زيارت پر ورځ ویلي وو چې د هغو سیمو په خیبرپښتونخوا ورګډول تر ټولو غوره انتخاب دی. نوموړی د بهرنیو چارو په وزارت کې د قبایلي سيمو اصلاحاتو په اړه د حکومتي کمېټۍ سپارښتنو تفصیل ورکړ او وي ویل چې په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو ورګډول سمدستي نشي کېدای او باید په مرحله وار شکل ترسره شي.

سرتاج عزیز زياته کړه چې د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره وفاقي حکومت د لسو کلونو یو پرمختیایي پروګرام تجویز کړی چې په نتیجه کې به یې په قبایلي سیمو کې ټولنیزې او اقتصادي هلې ځلې د خېبر پښتونخوا کچې ته راوستل شي. د نوموړي په وېنا په دغو منصوبو به پنځه سوه بلینه روپۍ لګښت راځي چې د قبایلي ولس لپاره به د پرمختګ لارې خلاصې کړي.

XS
SM
MD
LG