د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي ، د تېلو د قېمتونو لپاره ملاتړ ته تیار دی


د ایران د تېلو وزیر – بای جان زنګانیح – ویلي چې د تېلو د برامدولو سازمان له نورو غړو سره به د قېمتونو د ملاتړ لپاره کار وکړي خو له دې به پر شا نشي چې د کلونو د اقتصادي بندیزونو له امله د خپل شوي تاوان ازاله وکړي.

بای جان زنګانیح ویلي ، د ایران په دې کې هیڅ رول نه وو چې د تېلو په مارکیټ کې ناهموارتیا رامنځ ته کړي.

ده ویلي ، څه وخت چې د تېلو په مارکېټ کې ناهموارتیا رامنځ ته شوه نو هغه وخت ایران د ورځې تر یو میلیون بېرله هم کم تېل برامداوی.

د بای جان زنګانیح په وینا ، چا چې د تېلو په مارکېټ کې دا ناهموارتیا رامنځ ته کړې وه هغوی باید اوس تر ټولو زیاته زمه واري واخلي.

ایران وايي چې دوی اوس هره ورځ درې اعشاریه شپږ میلیونه بېرله تېل صادروي. ایران تر بندیزونو وړاندې هره ورځ څلور میلیونه بېرله تېل پیدا کول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG