د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او روس په شام کې د اوربند هڅه کوي


امریکا او روس په شام کې د اوربند په اړه د هوکړې پر لور پرمختګ کړی خو لا یې هم د اوربند اعلان نه دی کړی.

د په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د هغه روسي سیال سرګی لارووف د جمعې ورځ ټوله په دې اړه په خبرو اترو تېره کړه.

جان کېري له خبرو اترو وروسته وویل ، موږ پرمختګ کړی خو تر هغه وخته به د هوکړې په اعلان کې بېړه ونه کړو تر څو چې دا د شامي ولس د اړتیاوې لپاره پوره نه وي.

جان کېري زیاته کړې چې د اوربند په وړاندې نورې ټولې تخنیکي لارې هوارې شوې دي خو ځینې مسلې لا هم داسې دي چې هورېده غواړي.

سرګی لارووف هم خبریالانو ته وویل چې د تشدد د مخنیوي لپاره ډېر مهم ګامونه پورته شوي دي او دوی به ډېر ژر د خپلو ګډوه هڅو پایلې په ډاګه کړي.

نوموړي وویل ، داسې هیلې شته چې په جګړه ځپلي شام کې د پرېکنده اوربند اعلان وشي او د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د امن د خبرو اترو نوي پړاو ته لاره هواره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG