د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو فیصد ټېکس هم نه منو: پښتونخوا تاجران


د خېبر پښتونخوا د صنعت او تجارت ایوان مشران وايي د صوبې د حکومت لخوا په دوي لګول شوې یو فیصد ټیکس نه مني.

د خېبر پښتنوخوا چېمبر آف کامرس اېڼد انډسټریز غړي وايي چې صوبايي حکومت د سیمې کارخارانه دارانو صوبې ته په مالونو راوړلو باندې یو فیصد سېس ټيکس لګولې دې چې د دوی په خبره د صوبې په کمزروې تاجرانو یو لوی بوج دې. د دوي په خبره هم دغه مال چې کله له کراچۍ نه دلته رواړي نو هم سند صوبې ته ټېکس ورکوي او بیا ورنه په خېبر پښتونخوا کې هم یو فیصده ټېکس اخستل کیږي.

د خېبر پښتونخوا د صنعت او تجارت ایوان پخواني صدر فواد اسحاق مشال رېډیو ته وویل:

((حکومت چې دا سېس لګولی دی، دا خو د دې ځای د صنعت لپاره د تباهۍ شوروعات دې. د نورو صوبو سرمایه کاران موږ څه په مشکله رضا کړل چې دلته راشي. د را مټریل یا خام مال لپاره موږ یو وار اشارعیه نوي پېسې ورکوو، بیا یو فیصد تاسو له درکړو نو دا به څنګه چل کیږي، دا خو غبرګ ټېکس شو په دغه صوبو باندې. نو تاسو ایا انډسټري (صنعت) لګول غواړۍ که بندول یې غواړۍ؟ ))

فواد اسحاق وايي چې د خراب امنیت، د تاجرانو هدفي وژنې او تښتونې له امله وار له مخې په صوبه کې تر اته سوه زیاتې کارخانې بندې پرتې دي. نوموړی وايي یو خوا حکومت د نویو کارخانولګولو لپاره اسانتیاوی او مراعات نه اعلانوي نو بلخوا دغه ټیسکونه موجوده کارخانې په بندولو مجبوروي چې د بې روزګارۍ او ترهه ګرۍ سبب ګرځي.

د خېبر پښتنوخوا چېمبر آف کامرس اېڼد انډسټریز غړي وايي که چېرې حکومت دا فېصله واپس وا نخلينو دوي به احتجاجونه وکړي او بیا به عدالت ته هم ولاړ شي.بلخوا د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند مشتاق غني په دې مشال رېډیو ته وویل چې د حکومت چلولو او د پرمختګلپاره پیسې پکار وي. په داسې حال کې صوبه خپل اخراجات له کومې خوا پوره کړي.

XS
SM
MD
LG