د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا به ډېر ژر په پښتونخوا ورګډه شي: قادر بلوچ


د پاکستان ریاستونو او سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي، د قبایلو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو انتقالي بهیر به د روان کال تر پایه پیل شي.

نوموړي تېر مازیګر په اسلام اباد کې له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د انتقالي بهیر پیل د قبایلي سیمو بې کوره شویو خپلو کلیو ته له ستنولو سره تړلی دی. ده وویل، د کډوالو ستنولو لړۍ به تر نومبره بشپړه شي.

(( تر څو چې د شمالي او جنوبي وزیرستان د بحالۍ او واپسۍ تعلق دې نو د جنوبي وزیرستان به راتلونکې میاشت مکمل شي او له نومبر مخکې به د شمالي وزیرستان ټول خلک واپس ولاړ شي، نو هم څږ کال به دوی واپس ځي))

قادر بلوڅ زیاته کړه چې کله ورته د قبایلو ولس د خپلو سیمو امنیت ټینګښت ډاډ ورکړ نو پوځ به هم له هغو سیمو څخه ستون شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG