د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کرکټ اسیايي شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ


د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس نسیم الله دانش د چارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې افغان کرکټ بورډ د دې غړیتوب...

د افغانستان کرکټ بورډ د "ACC" یا د کرکټ اسیايي شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ د اسیایي شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کول، د دغه هېواد د کرکټ په تاریخ کې ستر پرمختګ دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس نسیم الله دانش د چارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې افغان کرکټ بورډ د دې غړیتوب ترلاسه کولو لپاره له ډېر وخت راهیسې هلې ځلې پیل کړې وې.

نوموړی وايي چې د "ACC" یا د کرکټ اسیايي شورا بشپړ غړیتوب د افغانستان د کرکټ بقا او په راتلونکي کې د ډېرو سیالیو لرلو لپاره یو ښه پرمختګ دی.

دانش: افغان کرکټ بورډ د دې غړیتوب ترلاسه کولو لپاره له ډېر وخت راهیسې هلې ځلې پیل کړې وې.
دانش: افغان کرکټ بورډ د دې غړیتوب ترلاسه کولو لپاره له ډېر وخت راهیسې هلې ځلې پیل کړې وې.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"په ACC _ agm کې د افغانستان د کرکټ بورډ لپاره لومړي زیرۍ دا و چې موږ بشپړه غړیتوب واخېسته، زموږ سره یوځای عمان او سعودي ته هم د دغې شورا بشپړه غړیتوب ورکول شو، پخوا موږ د کرکټ اسیایي شورا بشپړ غړي نه وو او دا یوه لویه لاسته راوړنه ده."

د ښاغلي دانش په وینا د کرکټ د اسیاسي شورا په وروستۍ غونډه کې د افغانستان تر څنګ عمان او سعودي عربستان هم د اسیایي کرکټ شورا لهخوا دا امتیاز ترلاسه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، د دې تر څنګ ورسره ژمنه شوې چې د دغه هېواد د کرکټ بورډ مشر راتلونکی کال د اسیايي شورا مرستیال او د بورډ غړی ټاکل کېږي.

"ACC" یا د کرکټ اسیايي شورا په لومړي ځل په ۱۹۸۳میلادي کال کې جوړه شوه چې ۲۴ اسیايي هېوادونه یې غړیتوب لري.

د دې شورا غړي د روانې اوونۍ په پیل کې د ځینو پریکړو او په سریلانکا کې د لسو کلونو لپاره د مرکزي دفتر د بیا پرانېستلو لپاره په هغه هېواد کې سره راټول شول.

کرکټ لوبغاړي
کرکټ لوبغاړي

دا شورا د کرکټ د نړیوالې شورا څخه وروسته د کرکټ په برخه کې یوه فعاله شورا ګڼل کیږي چې په اسیایي هېوادونو کې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره کار کوي.

په ورته وخت کې د سپورټ د برخې شنونکی ذبیح الله شهزاد په "ACC" کې د افغانستان کرکټ بورډ غړیتوب یوه تاریخي لاسته راوړنه بولي.

ښاغلي شهزاد زیاته کړه:

"ریښتیا هم کرکټ په افغانستان کې ښه پرمختګ کړی او د کرکټ اسیايي شورا کې بشپړه غړیتوب موږ ته یوه هیله راکوي چې انشاالله د کرکټ نړیوالې شورا غړیتوب هم تر لاسه کړو."

د کرکټ بورډ غونډه
د کرکټ بورډ غونډه

د افغانستان کرکټ بورډ داسې وخت دا غړیتوب ترلاسه کوي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په خپلو پرله‌پسې بریو د ډېرو هېوادونو پاملرنه ځانته راړولې ده.

د پاکستان د پنجاب صوبې د سپورټ کمېټې مشر رشید بګټي څه موده مخکې ازادي راډیو سره په یوې مرکه کې ویلي و، که د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دا شان ولوبېږي لکه څنګه چې په وروستیو شل اوریزه لوبو کې ولوبېده نو دا د ټولو لپاره یو ستر خطر جوړېدلای شي.

سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG