د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په بغلان کې امنیتي مرکز نیولی دی


افغان چارواکي وايي، د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې یې له وسله والو طالبانو د کوکچنار امنیتي مرکز نیولی دی. طالبانو دا سیمه تېره اوونۍ نیولې وه.

د افغان ځواکونو جنرال عبدالغفار د جګړې له سیمې په ټیليفون مشال رېډیو ته وویل چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي خو افغان ځواکونو ته پکې ځاني تاوان نه دی رسیدلی.

نوموړي د یکشنبې پر شپه وویل چې له پوځي پلوه دا ډېر بریالي عملیات ول، چې پکې دوی بغېر له زیانه خپل اهداف تر لاسه کړي.

جنرال غفار زیاته کړه، په کوکچنار سیمه کې عملیات ختم شوي دي خو په نورو سیمو کې به یې عملیات دوام وکړي.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG