د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله وايي، تر بروکسل غونډې به خپل پروګرامونه نهايي کړي


د افغانستان اجراییه رییس هیله څرګندوې چې حکومتي ادارې خپل پروګرامونه تر بروکسل ناستې پوري نهایې کړي.

عبدالله عبدالله پر دوشنبه د وزیرانو شورا په غونډه کې همدارنګه له ټولو ادارو څخه وغوښتل څو پدې برخه کې په ګډې همغږۍ کار وکړي.

((انشاالله هغه کارونه چې په تېرو څو اونیو کې ترسره شوي دي په هغه سره د بروکسل ناستې د چمتووالي لپاره کارونه نهایې شوي وي، البته نورې برخې پنځه نور کلونه وخت نیسي چې هغه برخه هم جدي پاملرنې او دوامدارو کارونو ته اړتیا لري.))

ټاکل شوې چې د بروکسل ناسته د روان میلادي کال د اکتوبر په څلورمه او پنځمه جوړه شي.

تمه ده چې په دې غونډه کې د ۷۰ هېوادونو استازو تر څنګ د شاوخوا ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي د افغانستان سره د مالي او سیاسي همکارېو پر دوام بحث وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG