د لاسرسي ځای

تازه خبر

اولمپېک لوبې: د تایکواندو ایرانۍ لوبغاړې کیمیاعلیزاره د ژیړو مېډال وګاټه


ایرانۍ لوبغاړې کیمیا عليزاده د سویډن نېکېتا ګلاسنووېچ ته د تایکواندو په سیالۍ کې له ماتې ورکولو سره د هغه هېواد لومړۍ ښځینه لوبغاړې شوه چې د اولمپېک مېډال یې وګاټه.

۱۸ کلنې کیمیا علیزاده بېګا خپلې سویډنۍ سیالې ته د یو په مقابله کې په پینځو راونډونو کې ماتې ورکړه او د ژیړو مېډال یې وګاټه.

دې د هېلمېټ لاندې پړونی یا زړوکی په سر کړی وو او ویې ویل چې ((په لومړي مېډال ګټلو سره ایرانیو نجونو ته زښته خوشاله ده او هیله لري چې په راتلونکو اولمپیک لوبو کې به دوی د سرو زرو مېډال وګټي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG