د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ ډزې: د ډان نيوز دوه کارکوونکي ژوبل


د چارشنبې په شپه ناوخته نامعلومه وسله والو د کراچۍ په قاید اباد سيمه کې د یوه شخصي ټي وي ډان نيوز دوه کارکوونکي په ډزو ژوبل کړي دي.

د ښار پوليسو وياند قمرزېب ستي وايي، د ډان نیوز دوه کارکوونکييوسف او حاکم له کار وروستو کور ته پر لار ول چې برید پرې وشو.

حاکم په لاس او يوسف په پښو لګېدلی دی خو حالت يې له خطرې وتلی دی.

د سيند پوليسو مشر ای ډي خواجه د پېښې پلټلو امر کړی دی.

بل خوا د کراچۍ ښار پولیس وايي، د کورنګۍ سيمې له ويټا څلورلارې سره پرموټر سايکل سواره دوه وروڼه په نښه کړل شوي چې پکې يو تن مړ او بل ژوبل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG