د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زیدي او نوښار تاڼې پولیس مشران ووژل شو


د زیدي او نوښار تاڼې پولیس مشران ووژل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خېبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع کې د ګل/دوشنبې ورځ په دوو جلا جلا پېښو د پولیس دوه اهلکاران وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. په وژل شویو کې یو د زیدې پولیس تاڼې مشر او بل د نوښار کېنټ پولیس تاڼې مشر سیدال ابرار شامل دي چې په چټۍ خپل کور ته روان ول. د صوابۍ زیدې پولیس تاڼې محرر عباس مشال ریډیو ته وويل چې د دوی ملګریو د خپل اېس اېچ او اصغر خان په مشرۍ کې په سیمه کې د یو اشتهاري مجرم پرضد عملیات کول چې هغې اړخ نه پرې ډزې وشوې چې په نتیجه کې ایس ایچ او اصغر خان اې اېس ای محمد نعیم او دوه نور اهلکاران معمولي ژوبل حالت کې اسپتال ته وړل شوي خو اېس اېچ او اصغر خان د شپې ناوخته سا ورکړه او د نورو طبي درملنه روانه ده.

XS
SM
MD
LG