د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکیه کې چاودنې شپږ کسان وژلي


د ترکي په جنوب ختیځه سیمه کې په یوه موټر بم چاودنه کې څلور پولیس واله او دوه عام کسان وژل شوي دي.

د ترکي چارواکي وايي دغه چاودنه د دوشنبې پر ورځ په دیارباکر صوبه کې د پولیس د یوې ودانۍ نه بهر شوی.

په یاده صوبه کې د ۲۰۱۵م کال راهیسې د ډزبندۍ د لوظنامې ماتېدلو پس د امنیتي ځواکونو او کردي وسله والو ترمنځ نښتې کېږي.

په دې چاودنه کې د اته پولیسو په ګډونلږ تر لږه ۲۵ کسان ژوبل شوي هم دي.

که څه هم چارواکي د دې حملې ذمه واري په کردي وسله والو اچوي خو تر دې دمه د دغه برید ذمه واري چا نه ده منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG