د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارګ کې د اجرایه ریس څوکۍ تشه وي


د اجرایه ریاست چارواکي وایي، له افغان ولسمشر سره د اجرایه ریس اختلافي اساسي ټکی د سیاسي جوړجاړي نه پلیدکېدل (عمليکول) دي. د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د یکشنبې ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل، سیاسي موافقه نه یواځې دا چې په بشپړه توګه عملي شوې نه ده بلکې د هغې عمليکولو لپاره هغه اړین اقدامات چې ضروري دي هم نه دي شوي.

د افغان ولسمشر او اجرايه ریس تر منځ د اختلافاتو تازه لړۍ له ههغه وروسته تېزه شوې چې د زيارت په ورځ اجرایه ریس پر ولسمشر اشرف غني نیوکې وکړې، خو ولسمشر په یکشنبه د ځوانانو روزنیز پارلمان پرانیستو مهال وویل چې رهبري د غبرګون په ښودلو نه بلکې په صبر او زغم کېږي.

د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو راهیسې د دواړو مشرانو تر منځ اکثره وختونه د اختلافاتو مسله راپورته شوې خو دا ځل په ښکاره اجرایه ریس عبدالله عبدالله د تېرې پنجشنبې په ورځ د ځوانانو یوې غونډې ته د خپلو ژورو اختلافاتو خبره وکړه.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان ولسمشره، تاسو دومره وخت نه‌ لرئ چې له خپل اجرايه ریس سره په درو میاشتو کې لږ تر لږه دوه ساعته یا یو ساعت یوازې یو په یو وګورئ، نو ستاسو ښاغلي وخت په څه تېرېږي، هغه‌ څوک چې د بحث حوصله نه ‌لري، هغه د ریاست وړتیا هم نه‌لري."

عبدالله دا هم ویلي و چې د اختلاف وړ مسایل به د ولسمشر مخې ته کېږدي خو د راپورونو له مخې د دواړو مشرانو تر منځ تر اوسه هېڅ غونډه نه ‌ده شوې.

د جمهوري ریاست یوې سرچینې د یکشنبې ورځ ناوخته ازادي راډیو ته ویلي چې په دا ورستیو کې د ارګ په غونډو کې د اجرایه ریس څوکۍ خالي وي.

دا خبره د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم د یکشنبې ورځ ازادي راډیو ته کړې ده چې، اجرایه ریس عبدالله عبدالله ویلي که یې ولسمشر غوښتنې و نه مني نو د ارګ په غونډو کې به برخه وا نه‎خلي.

د ولسمشر او اجرایه ریس تر منځ د راپورته شویو اختلافاتو سره-سره عبدالله د یکشنبې ورځ هم له یو شمېر مهمو نړیوالو څېرو سره لیدلي دي.

د اجرایه ریاست له‌خوا د خپرو شویو اعلامیو له مخې ښاغلي عبدالله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحاديې له ځانګړیو استازو او د هند له سفیر سره په کتنو کې د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت پر سر پر خبرو سربېره د ملي یووالي حکومت پر سیاسي توافق هم خبرې وکړې.

د اعلاميو له مخې د ملګرو ملتونو له استازي سره په خبرو کې دواړو لوریو د اوسني نظام پر ټینګښت او دوام او د ملي یووالي حکومت د مشروعیت لپاره د سیاسي موافقې او انتخاباتي اصلاحاتو عمليکېدو پر اړتیا تاکید کړی دی.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام سره د حکومت د مشرانو تر منځ راپورته شوي اختلافات د دې هېواد لپاره خطرناک بولي او د ژر تر ژره هواري غوښتنه ‌یې کوي.

یو له دغو کارپوهانو هم د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی دی چې وایي، د افغانستان کورنی او بهرنی دښمن په کمین کې دی او له هر ډول اختلافاتو د ځان په ګټه کار اخلي.

ښاغلی صافي زیاته کړه:

"پر دغو اختلافاتو که خاورې وانه‌ړوي او ډېر ژر له دې خپلو جنجالو لاس وانه‎خلي او سمې لارې ته رانه‎شي نو دا به ډېر بد عواقب ولري. د جګړې ناورین به نور هم تېز او زیات شي او دښمن هم په دوه پښو ناست دی چې له همدې حالته استفاده وکړي او له بلې خوا د افغانستان خلکو باور به هم پر دوی ختم شي."

د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ سیاسي اختلافات په داسې وخت کې راپورته کېږي چې څو اوونۍ وروسته د ملي یووالي حکومت د جوړېدو دوه کاله پوره کېږي او درې ورځې وروسته هم د زمري یا اسد په اته‎ویشتمه افغانستان د خپلې خپلواکۍ ۹۷ کلیزه لمانځي، هغه خپلواکي چې ویل کېږي افغان ولس د ملي یووالي په مټ ترلاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG