د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان کې د افغان ځواکونو او وسله والو نښتې شوې دي


د نورستان په وانت وایګل ولسوالۍ کې د یکشنبې په سهار څه باندې پنځه بجې وسله‌والو طالبانو برید پیل کړی دی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم پیل شوې جګړه تائیدوي خو وايي چې تر اوسه‌ یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه ‌لري.

افغان سرتېرو له تادې وسلوالۍ څخه مشال راډیو ته وویل چې ګڼو وسله‌والو مخالفینو سهار د ولسوالۍ پر مرکز برید پیل کړی دی.

د دوی پر خبره ی دوی يې هم مقابله کوي خو له مرکزي حکومته د هوايي او نورو تازه دمو ځواکونو غوښتنه کوي.

د نورستان والي هم سیمې ته د هوايي ځواک لېږلو غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG