د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: د عبدالله څرکندونې د حکومتدارۍ د روحیې خلاف دي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د اجراییه رییس عبدالله عبدالله څرګندونې د حکومت دارۍ له روحیې سره برابرې نه وې.

دا غبرګون د ولسمشر اشرف غني له دفتره تېره شپه (جمعه) خپره شوې یو خبرپاڼه کې راغلی دی په کوم کې چې د عبدالله عبدالله څرګندونې د خواشینۍ وړ بلل شوې دي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بېګا مشال راډیو ته وویل، ولسمشر اشرف غني باور لري چې هره مسله به په خبرو اترو هواره کړي.

دا له هغه وروسته ده چې اجرییه ریسس عبدالله عبدالله د سېشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، ولسمشر اشرف غني پر مهمو ملي مسلو له ده سره سلا مشوره نه کوي.

عبدالله عبدالله دا هم وویل، چې څوک د بحث حوصله نه لري ، هغه د هیواد د مشرۍ وړ نشي کېدای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG