د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار:په پاکستان کې پښتانه په بېلا بېلو نومونو وژل کېږي


د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، پښتانه د پاکستان له جوړېدو راهیسې په بېلا بېلو نومونو وژل کېږي.

نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ ناوخته د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د بابړې د شهیدانو په یاد غونډې ته کړې دي.

اسفندیار ولي خان وویل، پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

نوموړي دا هم وویل، که چېري حکومت په آیین کې د ۱۸م بدلون له مخې صوبو ته ورکړل شوي حقونه بیرته واخیستل نو دا به د ده په وینا د پاکستان د ماتېدو سبب شي.

د پاکستان د مرکزي حکومت له اړخه لا د اسفندیار ولي خان د دې څرګندونو په اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG