د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز خټک: پاکستان کې هر کډوال باید قانوني اسناد ولري


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک ویلي، په صوبه کې د افغان کډوالو کاروبارونه نه تړي بلکې یوازې له هغوی څخه پېژندپاڼې او قانوني اسناد غواړي.

پروېز خټک وویل، پولیس هغه پاکستاني وګړي هم نیسي چې ورسره شناختي کارډونه نه وي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره ورځ د افغان کډوالو له مشرانو سره ولیدل او بیا یې پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل چې له تېرو درو میاشتو راهیسې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ځورول کېږي.

عمران خان پر وفاقي حکومت غږ وکړ چې په زور دې افغانان خپل هېواد ته نه ستنوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG