د لاسرسي ځای

تازه خبر

تایلېنډ: په دوو سېلاني ښارونو کې چادونو څلور تنه وژلي


د تایلېنډ پولیس وايي، په دوو سیاحتي وړو ښارونو کې دوه بمي چاودنې شوې دي چې پکې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

دا چاودنې نن د جمعې ورځ د سېلانیانو لپاره په مشهورو وړو ښارونو پوکېت او ترنګ کې شوې دي.

تېره ورځ هم په هوا هېن ښار کې چاودنه شوې وه چې پکې یو کس وژل شوی او شاوخوا ۲۰ ژوبل شوي ول چې پکې نیمايي یې بهرنیان ول.

تر اوسه معلومه نه ده چې څوک د دې بریدونو تر شا دي خو شنونکي وايي، کېدای شي دا د هېواد واکمن رژیم مخالفانو کار وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG