د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پلاوی ارزې ولسوالۍ ته ورسېد


د لوګر ځینې سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې د پاکستان یو غیر رسمي پلاوی د دغه هېواد د یوې هېليکوپټرې د سورلۍ خوشېکولو لپاره ازرې ولسوالی ته رسېدلی دی.

د لوګر ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل له طالبانو څخه د پاکستانۍ هیلیکوپټرې د اوو سورلیو د خوشې کولو هڅې دوام لري.

یوې پاکستانۍ هیلیکوپټرۍ یوه اوونۍ مخکې په ازرې ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته وکړه او سورلۍ یې طالبانو له ځانه سره بوتلې.

د طالبانو له منګولو څخه د یوې پاکستانۍ هیلیکوپټرۍ د سورلۍ د خوشې کولو د هڅو په دوام د پاکستان یو غیر رسمي پلاوی د لوګر ازرې ولسوالۍ ته تللی دی.

د لوګر د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل د پنجشنبې په ورځ آزادی راډیو ته وویل چې له بیلابیلو لارو هڅه کیږي څو د یادې پاکستانۍ هیلیکوپټرې اوه سورلۍ د طالبانو له منګولو وژغورل شي.

ښاغلي وکیل وویل په دې برخه کې ځینې پرمختګونه شوي خو تر اوسه د یادو اوو کسانو برخلیک سم نه دی معلوم.

((په دې برخه کې مونږ هم، قومي مشران او سپین ږیري هم لګیا دي کار کوي. له پاکستان هم په غیر رسمي شکل خلک راغلي دي په دې موضوع کار روان دی. تر اوسه موضوع په ابهام کې ده. خو د هر لوري له طرفه له طالبانو سره خبرې روانې دي.))

د لوګر د ولایتي شورا یاد غړي د پاکستان د غیر رسمي پلاوي د غړیو د شمېر او هویت په اړه جزییات ورنه کړل.

د پاکستان یوې هیلیکوپټرې په ظاهره د تخنیکي ستونزې له امله یوه اوونۍ وړاندې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته وکړه او اوو سورلۍ یې چې شپږ پاکستاني اتباع او یو روسی و طالبانو ونیولې.

په ازرې کې د یادې هیلیکوپټرې بیړنۍ ناستې ځینې غبرګونونه او پوښتنې د افغان سیاستوالو په وړاندې راپورته کړې خو چارواکو وویل چې د افغانستان له فضا څخه یې د یادې هیلیکوپټرې د تېرېدو اجازه ورکړې وه.

د لوګر د ولایتي شورا ځینو غړیو او د ازرې ولسوالۍ قومي مشرانو د سه شنبې په ورځ وویل چې د پاکستانۍ هیلیکوپټرې د سورلۍ د ژغورلو لپاره یې هڅې روانې کړي خو طالبانو د هغوی د خوشې کولو په بدل کې ځینې شرطونه ایښي دي.

که څه هم د لوګر سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو د طالبانو د شرطونو په اړه څه ونه ویل خو د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون رییس هاشم الکوزی وايي طالبانو د یادو اوو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د خپلو ملګرو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

(( طالبانو دوی ته څه شرطونه وړانډې کړي چې هغه د ځینو کسانو د راخوشې کولو په صورت کې دوی ویلي چې د دغو کسانو واک مونږ تاسو ته درکوو. دغسې معلومات مونږ لرو. دا چې دوی په خفیه ډول راځي دوی هم په دې پوهیږي چې د دوی اسیران له طالبانو سره دي او طالبانو دوی تر افغان حکومت خپلوان بولي.))

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستاني هیلیکوپټرې د بیړنۍ ناستې په اړه د تحقیقاتو لپاره یو کمیسیون ټاکلی و چې تر اوسه یې خپل کار نه دی بشپړ کړی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري که څه هم ازرې ولسوالۍ ته د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه بې خبري وښوده خو ویې ویل چې ټاکل شوی کمیسیون د هیلیکوپټرې د سورلۍ د ژغورلو لپاره هڅې کوي.

صفي الله ستانکزی آزادي راډیو کابل

XS
SM
MD
LG