د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند ناوه کې ۸۰ وسله وال وژل شوي


د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي د ناوې ولسوالۍ د ودانۍ محاصره د شاوخوا اتیاوو وسله والو مخالفینو په مرګ ژوبلې سره ماته شوې ده.

د هلمند والي ویاند عمرځواک نن سهار آزادي راډیو ته وویل د هلمند والي او لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي له ځانګړیو افغان پوځیانو سره بېګا شپه شاوخوا یوه بجه دې ولسوالۍ ته ورسېدل او محاصره یې ماته کړه.

د ځواک په خبره په نښتو کې مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې په اړولو سربېره یوولس افغان پوځیان هم ژوبل شوي دي خو اوس سیمه د کنټرول لاندې ده او چارواکي له پوځیانو سره یوځای په تصفیوي عملیاتو بوخت دي.

د هلمند پر ناوې ولسوالۍ چې د لښکرګاه جنوب ته پرته ولسوالي ده چې ګڼو وسله والو مخالفینو ډله ییزه حمله کړې وه او د ولسوالۍ د ډېرو سیمو او ودانۍ د سقوط خبرې کیدلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG