د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل امریکايي پوهنتون استادان پر احتجاج دي


په افغانستان کې امریکايي پوهنتون د خپلو دوو استادانو د تیښتولو پیښې په غبرګون کې خپلې تدریسي هلې هلې ځنډولې دي.

د یاد پوهنتون یو شمیر استادانو پرون مشال ریډیو ته اوویل چې دا پریکړه يي د لږې مودې لپاره کړیده. د پوهنتون یو استاد ظریف امین یار په دغه اړه نور اوویل

ددغه پوهنتون دوه بهر ملکي استادان د دوشنبې په شپه له کابله د ناپیژندل شوو وسله والو له خوا تښتول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې پولیس د پیښې په اړه جدي پلټنې کوي او ځينو معلوماتو ته یې لاسرسۍ موندلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG