د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمدي: افغان ځواکونو څلور قاچاقیان نیولي دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه توکو پروړاندې د مبارزې معنیت وایي، د مخدره موادو څلور بهرني قاچاقیان یې نیولي دي.

د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې معین باز محمد احمدي نن د چارشنبې په ورځپه کابل کې یویې خبرې غونډې ته وویل چې نیول شوي کسان دوه پاکستانیان، یوه ایرانی او یو ترکی وګړی دی.

احمدي وايي چې د نشه توکو پرواندې د مبارزې معنیت ځانګړو ځواکونو په دیارلسوه پنځه نوویم کال کې دوه پولیس او د ملي اردو پنځه سرتېري هم د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د نشه توکو پروړاندې د مبارزې معین همدا راز د دیارلسوه پنځه نوویم کال د لاسته راوړنو د تشریح پرمهال وویل چې نا امنۍ د نشه توکو پروړاندې مبارزه له ستونزو سره مخ کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG