د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په افغانستان کې تېره میاشت ۳۵ سوداګر تښتول شوي”


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي، په افغانستان د سوداګرو امنیت خوندي نه دی چې دا د هېواد په اقتصادي وضیعت خپل ناوړه اغېز شیندلی شي.

د سوداګرۍ او صنایعوو خونې مرستیال خان جان الکوزي نن د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې تېره میاشت د هېواد په پنځو ولایتونو کابل، هرات، ننګرها، کندز او بلخ کې څه باندې ۳۵ سوداګر تښتول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ۳۵ تښتولو شویو سوداګرو څخه ځينې بېرته د پیسو په بدل کې او یا هم د پولیسو لخوا بېرته خوشي شوي او ۵ نور سوداګر د دو بهرنیو اتباع په ګډون اوس هم لادرکه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG