د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مزار شریف کې ځانمرګي برید یو تن وژلی۱۰ نور ټپیان دي


په مزارشریف ښار کې د یوې ځانمرګي برید له امله یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د مزارشریف د امنیې قوماندانۍ ویاند شېرجان دراني مشال راډيو ته وویل چې دغه برید د سېشنبې په غرمه تر یوې بجې وروسته د مزارشریف ښار د منډوي څلورلارې کې رامنځته شوې ده.

د مزارشریف ښار د حوزي روغتون مشر نور محمد فیض مشال راډيو ته وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته یو مړی او ۱۵ ټپيان راوړل شوي دي.

تر دا مهاله د دې حملې پړه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG