د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني په کوټه کې ځانمرګي بم برید وغانده


ولسمشر غني وویل، د افغانستان دولت د ښه او بد له توپیر پرته د ترهګرو ډلو او ګروپونو پر ضد مبارزه کوي او نورو ته یې هم سپارښتنه دا ده چې له توپیري چلند پرته دې د ترهګرو پرضد اقدامات وکړي،

ارګ، کابل: د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د بلوچستان صوبې د کوټې ښار په یو ملکي روغتون کې هغه ترهګریز برید په سختو ټکو وغانده، چې له امله یې ګڼ ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.

ولسمشر غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، د اسلام او بشریت دښمنانو نن له هغه وروسته پر عامو وګړو ځانمرګی برید وکړ، چې د کوټې ښار په ملکي روغتون کې د خپل سیمه ییز مشر په ویر سره راټول وو. پر ملکي وګړو برید هغه ستر جنایت دی چې په هېڅ دین او قانون کې توجیه نه لري.

د هېواد ولسمشر په ټینګار وویل، د افغانستان حکومت ژمن دی، چې په ملي او سیمه ییزه کچه د ترهګرو فعالیتونو مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان دولت د ښه او بد له توپیر پرته د ترهګرو ډلو او ګروپونو پر ضد مبارزه کوي او نورو ته یې هم سپارښتنه دا ده چې له توپیري چلند پرته دې د ترهګرو پرضد اقدامات وکړي، ځکه تروریزم هېڅ دین، قانون، نژاد او توکم نه پېژني او نه ورته درناوی لري.

ولسمشر غني د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د سالمې روغتیا دعا کوي.

XS
SM
MD
LG