د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په ننګرهار کې ۲۱ داعشیان وژل شوي”


د افغانستان دفاع وزارت وایي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۲۱ داعشیان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان دي.

د دغه وزارت لخوا د شنبې په ورځپه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د داعش ډلې دغه غړي د افغان ځواکونو په تهاجمي او تعرضي عملیاتو کې و ژل شوې دي.

دفاع وزارت وایي د دغو عملیاتو په لړ کې د هلمند په مارجې او نادعلي ولسوالیو کې هم د یو تن سیمه ییز قوماندان په ګډون ۱۳ تن طالب وسله وال وژل شوي دي.

دوی وایي افغان ځواکونو په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم عملیات ترسره کړي چې د دغو عملیاتو پرمهال د ملي اردو لس سرتېري هم وژل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG