د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه په هلمند کې عملیات کوي


د افغانستان د هلمند والي وايي، سلګونه افغان سرتیري د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ ته رسیدلي دي او ډیر ژر به په دې سیمه کې پوځي عملیات پیل شي.

حیات الله حیات په خپله فیسبوک پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د نادعلي ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړی چې وسله وال طالبان به د دوی له سیمو څخه وباسي.

له بلې خوا د دفاع وزارت وايي افغان ځواکونه په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو د حملو له شنډولو وروسته اوس په سیمه کې چڼیز عملیات کوي.

د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري مشال راډیو ته وویل، افغان ځواکونو په نادعلي کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده ، خو هغه یې شمیر په ډاګه نکړه.

جنرال وزیري په دې عملیاتو کې د ۵ افغان سرتیرو وژل کیدل هم تایید کړل او زیاته یې کړه چې طالبانو دې جګړې ته زیات شمیر وسله وال استولي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG