د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر کې د پاکستانۍ هېليکوپټرې عملې سرنوشت نه دی جوت


د افغانستان دفاع وزارت وايي، دفاعي او امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی دی چې د دې هېليکوپټرې د سپرو د ازادېدو لپاره ټولې هڅې وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان د افغانستان له فضا څخه د یوې هېلیکوپټرې تېریدو اجازه غوښتې وه چې د ترمیمولو لپاره یې روسیې ته بوځي خو زیاتوي نه پوهېږي چې دا هم هغه هېليکوپټره ده او که بله.

خپرپاڼه وايي، هېليکوپټرې د ازرې په یوه غرنۍ سیمه اوبښته کې د تخنیکي ستونزو له کبله بېړنۍ ناسته کړې چې ترهګرو پرې برید کړی او د الوتکې پیلوټ او شپږ سپاره یې له ځان سره بیولي دي.

د افغانستان پژواک خبري اژانس د پاکستانیو رسنیو له مخې لیکي چې په دغه هېلیکوپټره کې د یوه روسي وګړي ترڅنګډګرمن صفدر، ډګروال شفیق الرحمن، جګړن صفدر، ډګرمن نثار او حوالدار وقاص سپاره ول.

د پاکستان پوځ هم تایید کړې چې یوه هېليکوپټره یې د افغانستان په لوګر ولایت کې له پېښې سره مخامخ شوې ده.

خو د پاکستان پوځ ویاند عاصم باجوا بیا پر خپل ټویټر خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا هیلوکوپټره د افغانستان له فضا څخه ازبکستان ته روانه وه چې په ازره کې نسکوره شوه.

د پاکستان پوځ وايي، د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له قومندان جان نیکولسن سره اړیکه نیولې او هغوی ورته ډاډ ورکړی چې د الوتکې د سپرو موندلو په برخه کې به همکاري وکړي.

پاکستانيو رسنیو ویلي چې د پاکستانپوځ څو متقاعد افسران او یو روسي لارښود د دې هلیکوپټرې له سپرو څخه دي چې د طالبانو له خوا تښتول شوي دي.

د پاکستان ورځپاڼې [ډان] ویلي چې د پنجاب حکومت [مې 17] هليکوپټر کورمې ایجنسۍ ته نږدې، په ازره ولسوالۍ کې په داسې سیمه کې لوېدلې چې د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

په دې هليکوپټر کې د یوه روسي لارښوود په ګډون لږ تر لږه اوه تنه سپاره وو او داسې ویره ده چې ټول به وسله والو طالبانو نیولي وي او هليکوپټر یې سوځولی دی.

XS
SM
MD
LG