د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوسوو پر پارلېمان راکټ برید شوی


د کوسوو پر پارلېمان راکټ برید تصویر
د کوسوو پر پارلېمان راکټ برید تصویر

پولیس وايي، بېګا ناوخته وسله والو د کوسوو پر پارلېمان د راکټ برید کړی چې پکې ودانۍ ته تاوان رسېدلی خو مرګ ژوبله نه ده شوې.

د کوسوو رسنیو خبر ورکړ چې پر موټر سایکل سپرو دوو وسله والو د پارلېمان له ودانۍ سره نېږدې د تېرېدو پر وخت د توغندي برید وکړ. تر پېښې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړه.

دا برید پر داسې وخت شوی چې حکومت له مونټېنېګرو سره د سرحد ټاکلو جوړجاړي ته رسېدلی چې له کبله یې په هېواد کې کړکېچ پیدا شوی. تر دې مخکې، تېره ورځ حکومت موافقه منظوره کړه او پارلېمان ته یې واستوله.

ټاکل شوې چې د پارلېمان غړي ورباندې راتلونکې اوونۍ رایه ورکړي. دا موافقه د دواړو هېوادونو تر منځ سرحد ټاکي او امریکا او اروپايي ټولنه یې ملاتړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG