د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا له ایران خپل بندیان په پیسو نه دي خوشې کړي'


د امریکا ولسمشر باراک اوباما
د امریکا ولسمشر باراک اوباما

امریکايي ولسمشر باراک اوباما پر خپلې انتظامیې لګېدلي هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې په ایران کې د بندي امریکايانو خوشې کولو په بدل کې یې تهران ته د ۴۰۰ میلیونه ډالرو تاوان ورکړی.

ده پر خپلې انتظامیې د انتقاد په ځواب کې وویل، هغه پیسې یې د یوې پخوانۍ قانوني معاملې پای ته رسولو لپاره ورکړې وې. نوموړې تېر مازیګر په پېنټاګان کې خبریالانو ته وویل، هغه ((له شرارته ډکه یا بدغونې سودا نه وه.))

هلته د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري بېګا په بیونس ایرس کې خبریالانو ته وویل، هېواد یې د تاوانونو ورکولو پالیسي نه لري:

((د امریکا متحد ایالات [د خپلو وګړو خوشې کولو په بدل کې] تاوانونه نه ورکوي او له هېڅ هېواد سره د تاوانونو په اړه خبرې نه کوي. موږ دا کار نه پخوا کله کړی او نه یې اوس کوو. دا زموږ پالیسي یا تګلار نه ده.))

روانه اوونۍ امریکايي والسټریټ ژورنال خبر ورکړ چې واشنګټن ایران ته ۴۰۰ میلیونه ډالره نغد ورکړي ول. اوباما وویل، په هغه رپورټ کې ((یوازینی خبر دا دی چې پیسې یې نغدې ورکړې وې.)) ده وویل، د دې لامل دا وو چې غوښتل یې ((پر ایران د لګېدلو بندیزونو کلکه پابندي وکړي او)) نه یې ((غوښتل چې له ایران سره بانکي اړیکي)) وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG