د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان دې سعودي کې د پښتنو مزدورانو ستونزې حل کړي'


'پاکستان دې سعودي کې د پښتنو مزدورانو ستونزې حل کړي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

بېګا ماښام د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ په یوه قرارداد کې له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې په سعودي عرب کې د پاکستانيو او په تېره د پښتنو مزدورانو ستونزو ختمولو لپاره دې له سعودي حکومت سره خبره وکړي. دا قرار داد د پیپلز پارټۍ غړي صاحبزاده ثناءالله وړاندې کړو. نوموړي د اسمبلۍ له غونډې پس مشال رېډیو ته وویل په سعودي عرب کې یې د پښتنو مزدورانو مشکلات په خپله لیدلي دي. نوموړي زیاته کړه چې په سعودي عرب کې په زرګونو پښتانه د وړو وړو مسلو له وجې په جېلونو کې پراته دي او څوک یې تپوس هم نه کوي. صوبايي اسمبلۍ دا قرارداد په متفقه توګه منظور کړی دی. د خالد خان راپور

XS
SM
MD
LG