د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اي مېلونو پر غلا د اوباما غبرګون


امریکايي ولسمشر باراک اوباما ویلي، که دا تصدیق وشي چې د ډېموکراټ ګوند له کمپیوټرونو د اي - مېلونو غلا روسانو کړې، نو دا به د دواړو هېوادونو تر منځ وار له مخه په سړو اړیکو کې څه ډراماټیک بدلون را نه ولي.

نوموړي بېګا دا خبره پر داسې وخت وکړه چې د امریکا وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف بي ای)په جون کې د شوې دې غلا پلټنو ته دوام ورکړی.

د ډېموکراټ ګوند په زرګونه داخلي برېښلیکونه غلا شوي ول او بیا د هیلري کلېنټن ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوماندۍ غونډې په پیل کې خپاره کړل شول چې د ګوند شرمندګۍ باعث شول.

کلېنټن د دې غلا تور پر روسیې پورې کړی خو کرېملېن په دې پېښه کې له ککړتیا انکار کړی.

اوباما په سپینه ماڼۍ کې وویل، ((امریکا وار له مخه پر یو لړ موضوعاتو له روسیې سره اختلافات لري)) خو دی ګڼي چې دوی ((توانېدلي چې د شریکو ګټو پر موضوعاتو تمرکز ته د دوام ورکولو هڅه وکړي.))

ده زیاته کړه، که ((ریښتیا هم روسیه په دې کار کې ککړه وي نو دا یو له هغو ګڼو مسلو څخه ده چې دی او ښاغلی پوتین ورباندې خبرې کوي)) او دی ((ورسره واقعي مشکل لري.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG