د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبادي غواړي د عراقي وسلو په معاهدو کې د کرپشن پلټنې وشي


د عراق وزيراعظم حیدر العبادي د وسلو پلورلو په معاملو کې د کرپشن په اړه د څېړنو حکم ورکړی دی.

دا په داسي حال کې ده چې په دغه هېواد کې د غلاوو پرسر بیا سیاسي بحران راپورته شوی دی.

دغه اقدام پر داسې وخت کېږي چې د عراق پارلمان مشر سلیم الجبوري د کرپشن هغه تورونه ردکړي چې یوه ورځ مخکې د دفاع وزیرخالد العبیدي په یوه ټېلیویژني وینا کې پر هغه لګولي وو.

ښاغلي عبیدي وویل الجبوري او یوشمیر غړیو د هغو کمپنیو او سوداګرو په ګټه تبلیغ کاوه چې غوښتل یې پر پوځ د الوتکو، موټرو او د خوراکي موادو د وسایلو خرڅولو ټېکې ترلاسه کړي یا هم په وزارت کې عسکر، افسران او نورکارکوونکي په نوکريو ولګوي.

د دغو تورونو تر لګول کېدو وروسته العبادي د بشپړتیا په نوم یوه حکومتي کمېسیون ته چې له کرپشن سره د مبارزې په هدف جوړشوی، دنده سپارلې چې دغه ادعاوي وڅېړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG