د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د ای بي استخباراتو یو افسر وژل شوی دی


د پېښور د یکه توت تاڼې یوه پولیس افسر په وینا، د دوشنبې پر سهار وسله والو د انټيليجنس بیورو په نوم د استخباراتي ادارې یو افسر عثمان ګل وواژه.

دې پولیس چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، په ډزو کې یو ماشوم افتخار هم ژوبل شو چې وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه. پولیس وايي، وسله وال پر موټرسایکل سپاره ول او تښتېدلي دي.

تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار د عثمان ګل وژنې ذمه واري منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG