د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت پر ملاکنډ د ګمرکاتو قانون لګولو پرېکړه بېرته واخیسته


د ملاکنډ ټولو سیاسي ګوندونو اتحاد د په سیمه کې د ګمرکاتو یا کسټم قانون نه غځولو حکومتي پرېکړې هرکلی کړی دی.

د جولای پر ۳۱مه په اسلام اباد کې د د پاکستان وفاقي حکومت ملاکنډ ته د کسټم یا ګمرکاتو قانون غځولو پرېکړې بېرته اخیستو اعلان وکړ. د اتوار پر ماښام د مالي چارو وزارت اسحاق ډار وویل، دا قانون یې د خیبر پښتونخوا حکومت په غوښتنه لګولی وو او اوس یې د ملاکنډ ولس په غوښتنه ختموي. خو د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر مظفر سید د چارشنبې یا شورو پر ورځ مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې حکومت هم د کسټم قانون مخالف دی. د حکومت تر اعلان وروسته، د دوشنبې یا ګل پر ورځ په سوات کې د سیاسي اتحاد مشرانو خوشالۍ ولمانځلې او یو بل ته یې خواږه ورکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG