د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې خلکو د یوه طالب مشر جسد په دار ځړولی


د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی پوځي مرستیال ملا خادم وژل شوی او بیا د سیمې د خلکو له خوا یې مړۍ په یو ګڼه ګوڼه بازار کې په دار ځړول شوی دی.

د اوبې ولسوالۍ امنیه قومندان شیراقا الکوزی وايي لومړی ملا خادم یو پولیس په ډزو وواژو او بیا د پولیسو او یو ځلمکي له خوا نوموړی هم وژل شوی دی.

د اوبې د امنیه قومندان په وینا د سیمې خلکو ویلي چې تر دې ورسته به د امنیتي ځواکونو له وژنکو سره سخت چلند غوره کړي.

ویل شوی چې ملا خادم د اوبه ولسوالۍ د ګاونډ ولایت بادغیس اوسېدونکی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG