د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اګست پر پینځمه په ملاکنډ کې کاربندیز کېږي


د خيبر پښتونخوا ملاکنډ ډويژن کې ټولو سياسي ګوندونو په هغه سيمه کې د کسټم قانون نافد کولو پرضد د اګست په پينځمه نيټه مکمل کاربنديز يا شټرډاون هړتال اعلان کړيدي.

په سوات کې د عوامي نيشنل ګوند مشر شېر شاه پر یکشنبه مشال راډيو ته وويل چې په ملاکنډ ډويژن کې ټولو سياسي ګوندونو استازي راغونډه شوي ول او له مرکزي حکومته يې غوښتنه کړي چې دا فيصله واپس واخلي. ده وويل چې د کسټم ايکټ يا قانون نافذ کولو پرضد به د اګست په ۵ مکمل کاربنديز او د اګست په لسمه به تر اسلام اباد پوري لاريون کوي. په غونډه کې د سياسي ګوندونو مقامي مشرانو، تاجرانو او وکيلانو هم ګډون کړي. بلخوا د خيبر پښتونخوا ګورنر په دي وروستيو کې ويلي وو، چې دا مسله به ډير حل کړل شي او په دي لړ کې يې ولسمشر ته سمري هم ليږلي ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG