د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان پلاوي روسیې ته سفر لاس ته راوړنې لري


د افغانستان امنیت شورا روسیې ته د ملي امنیت د سلاکار سفر له لاسته راوړنو ډک بولي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ پر یکشنبه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، روسیې ژمنه کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز په برخه کې به د افغانستان پر غوښتنو غور وکړي.

غورځنګ وايي روسیه په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او له د دغې پدیدې د ګواښونو په وړاندې افغانستان سره یو شان لید لوری لري.

محمد حنیف اتمر په دې ورستیو کې روسیې ته سفر کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG