د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بدخشان چارواکي وايي د زده کونکو ډک ګاړې کوکچې سیند ته پريوتې،۱۱زده کونکي مړه دي.


د افغانستان د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي چې یو موټر د سړک له غاړې څخه ښویدلی چې په نتیجه کې یې ۱۱ زده کونکي وژل شوي او یو تن زخمي شوی.

د بدخشان ولایت ویاند احمد نوید فروتن د خالي پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تیر ماښام رامنځ ته شوې. نوموړي زياته کړه محصلین په یوې مازدا ډول موټر کې ناست وو چې د کوکچې په نامه یوه سیند ته پرېوتي.

ښاغلي فروتن زياته کړی چې موټر کې ټول سپاره کسان د يو پوهنتون زده کونکي او د بدخشان ګاونډي تخار ولایت اوسیدونکي وو.

د والي د ویاند د خبرو په اساس، تر اوسه د یوه تن جسد پیدا شوی او د نورو په اړه د ژرغونې د ټیم هڅې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG