د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان او پاکستانیو پناه غوښتونکو هړتال ختم کړی دی


د سربیا او هنګري ترمنځ په سرحد کې ۹۰ غیر قانوني افغان او پاکستاني کډوالو د جمعې په ورځ د نه خوړلو هړتال ختم کړی دی.

دا هغه کسان دي چې اروپايي اتحادیې ته د رسیدولپاره له سربیا د هنګري پر پوله د اوښتو هڅې کوي.

خو د سربیا او هنګري حکومتونو په خپلو سرحدي سیموکې د دې غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

په سیمه کې د کډوالولپاره د ملګروملتونو د عالي کمشنرۍ ویاند فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د هوا د زیاتې ګرمۍ له امله یو شمیر هړتال کوونکي ناروغه شوي وو او حکومت یې هم غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

دا کسان بیرته په سربیا کې د کډوالو کمپونو ته استول شوي دي. د سربیا چارواکي وايي چې په وروستیو شپږمیاشتوکې یې څه باندې یولک غیر قانوني کډوال ثبت کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG