د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن غندنه شوې


د ډاکټر خان تحریک کارکنانو په پېښور کي له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

د جمعې په ورځ ناوخته تر سره شوې دې مظاهره کې ګډونوالو خپل سرونه ټیټ کړي وو او غوښتنه یې کوله چې د خیبر پښتونخوا حکومت دې له افغان کډوالو سره نرمه رویه خپله کړي.

د یادونې وړ ده چې په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف مشر عمران خان او د دې صوبې وزیراعلی پرویز خټک څو ورځې وړاندې ویلي وو چې له افغان کډوالو سره به ناوړه چلن نه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG