د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني سېنټ د انټرنیټي جرمونو بل منظور کړی دی


د پاکستان سېنټ په ملک کې د انټرنیټ پر مخ د جرمونو د مخنیوي بل منظور کړی دی.

د سېنټ د مالوماتو کایمه کمېټۍ په دې بل کې د اپوزېشن ګوندونو له خوا پنځوس بدلونونه هم پکې شامل کړي دي.

دا به اوس د منظورۍ لپاره قومي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي. د قومۍ اسمبلۍ او ولسمشر تر لاس لیک وروسته به د قانون برخه ګرځي.

بل پلو د بشري حقونو لپاره کارکوونکو په پرلپسې توګه د دې بل پر مسوده نیوکې کړې دي. دوی وايي چې داسې قانون به د خلکو د بیان ازادۍ بنیادي حقونه تر پښو لاندې کړي.

په پاکستان کې د ډیجیټل رایټس په نامه اداره وايي ، له دې قانون سره به حکومت د دې جوګه شي چې د عدالت له حکمه پرته د انټرنیټ کمپنۍ پر دې مجبوره کړي چې ویناوې ، ږغونه ، مالومات ، لیکنې ، تصویر او ویډیو یا خو لرې کړي او یا یې هم محدود کړي.

د حکومت له خوا د دې نیوکو په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG