د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې ولسمشر د ځینو سیمو والیان بدل کړي دي


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د راتلونکو انتخاباتو په درشل کې د څو سیمو مشران بدل کړي او په اوکراین کې د روسیې سفیر یې له دندې ګوښه کړی دی.

ولادمیرپوتین د خپلو ناڅاپي اقداماتو په ترځ کې د روسیې د ګمرک یا کسټم ادارې مشر رییس لا مخکې له دندې لیرې کړی دی.

پوتین پنجشنبه څلور والیان بدل کړل او د درو پراخو فېډرالي ولسوالیو لپاره یې خپل نوی استازی وټاکه.

په نویو ټاکل شویو کې پوتین تر ډېره د امنیتي خدماتو پر پخوانیو جګپوړو چارواکو تکیه کړې ده چې د څارونکو په نظر د واک پر ګدۍ د زیاتې ولکي د ټینګولو لپاره یوه هڅه ده.

پوتین د کېروف، کالېننګراد، یاروسلاف او د اوکراین د نیول شوې کریمیا ټاپووزمې د سیواستوپول د سیمې والیان بدل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG