د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: داعش ضد عملیاتو کې پنځه امریکايي سرتېري ژوبل


په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد په روانو عملیاتو کې پینځه امریکايي سرتېري ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نېکولسن تېر ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دا سرتېري له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتو پر وخت ژوبل شوي دي:

((د ترهګرۍ پر ضد په عملیاتو کې تل خطرونه وي او په دې عملیاتو کې زموږ هم ټول پینځه سرتېري ژوبل شوي دي. خو هېڅ یوه ته هم د ژوند ګواښ نشته.))

دا تر اوږدې مودې وروسته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو ژوبلېدو خبر دی ځکه چې د ۲۰۱۴ز کال له پای راهیسې ټولې امنیتي چارې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په لاس کې دي او بهرني ځواکونه د روزنې او مشورو دنده تر سره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG